IQNA

د اسلامی نړۍ د مسلمانو محصیلینو د قرآن د نړیوالو سیالیو  د اوم پړاؤ ترسره کیدا

6:26 - February 20, 2025
د خبر لمبر: 3490670
ایکنانیوز د ایران د پوهنتونونو د قرآنی ادارې  دعمومی اړیکو  د  ادارې  له قوله راپور راکوي،  له پوهنتوني جهاد سره اړونده د  هیواد د پوهنتوالو قرآنی اداره د پوهنتوني جهاد د قرآني فعالیت  او ددغه ډګر  دجهاد پالو پر ۳۹ملاتړونو په تکیې سره د اسلامی نړۍ د مسلمانو  محصیلینو د قرآڼ د نړیوالو سیالیو  د اوم پړاؤ د ترسره کولو لپاره په پلانونې بوخت دي.

 ددغو سیالیو  له شپږو بریالیو پړاؤنو وورسته چې د څه دپاسه ۸۵ هیوادوونو په ګډون سره ترسره شوي  او د اسلامی نړۍ په قرآني او کلتوري فضا کې ئې  مهمې اغیزې شیندلي ، دغه پړاؤ به هم په روان کال کې  ترسره شي.

د روان کال په کب میاشت کې  د سیالیو مقدماتی برخه به د  آنلاین  او ټيلیفون په بڼه ترسره شي.  په همدې لړ کې  د  محصیلینو  وروڼو د قرآن کریم د حفظ  او قرائت په دوو ځانګړو څانګو کې  د محصیلینو د نمایندګانو  د معرفي کولو لپاره  د مختلوف هیوادونو  له سفارتونو سره  غږملتیاوې په ایجنډا کې شاملې شوي دي.

 په دغه پړاؤ کې یوه ځانګړې برخه  هم  د اسلامی نړۍ د  هغوپوهنتونوالو لپاره په نظر کې نیول شوې ده چې د قرآني نویوالو او ټيکنالوجۍ سره اړونده دي.په نهائي مرحلې کې  ددغې برخې غوره کسان ،به په حضوري بڼه ونازول شي.

دغه سیالۍ  د اسلامی نړۍ  په مسلمانو محصیلینو کې د قرآني کلتور د دودولو لپاره  یو ارزښتمند فرصت برابر کړي او په دغې حوزې کې  د کلتوري او علمي تعاملاتو زمینه پیاوړي کوي.

په نورو هیوادونو کې اوسیدونکي غیر ایراني محصیلین  په هیوادونو کې  د ایران د قدرمنو  کلتوری سلایارانو  د ارتباط له لارې  یا د  00989129581227   ټيلیفوني شمیرې په واټس اپ  سره  ارتباط  سره  په دغو سیالیو کې نامې ثبتولی شي.

د قرآن کریم د تحقیق د قرائت او تول قرآن د حفظ په برخې کې  د نامو د ثبولو نیټه،  د کب د میاشتې تر لسمې نیټې پورې او  د قرآنی نویوالو او ټيکنالوجۍ  په دعوت کې  د ۱۴۰۴ کال د وري یا حمل د میاشتې تر پاي پورې  ده.

https://iqna.ir/en/news/3491922

captcha